د صربيا يوې محکمې اووه تنه پخواني بوزنيايي صرب ملېشه پوځيان له دوو تر شلو کلونو پورې په بند محکوم کړل.
دوى له ١٩٩٢ تر ١٩٩٥م کاله پورې د بوزنيا په جګړه کې د ملکي جټانو د وژنې له کبله محکوم شول.
په بلګراد کې دېره د جنګي جنايتونو محکمې اووه واړه کسان د يوې اميندوارې ښځې او اوو ماشومانو په ګډون د ٢٨ جټانو يا روما خلکو په وژنې مجرم وپېژندل.
دوى دغه راز پر ګڼو ښځو جنسي تېرى کړى و او ډبولې يې وې. دغه جنايتونه په ١٩٩٢م کال کې د بوزنيا په ختيځ "زفورنيک" ښارګوټي ته نژدې پرتو کليو کې پېښ شوي وو. دوه تورن کسان هر يو په شل - شل کاله بند محکوم شول، دوه نور په لس- لس کاله.
دوه نور په پنځه- پنځه کاله بند محکوم شول او بل ته د دوو کلونو بند سزا واورول شوه.