د نړۍ سترو طاقتونو وروسته له هغې پر ایران باندي فشارونه تازه کړل چې په راپورونو کي وویل شول ، دي هیواد د یورانیمو غني کولو په اصلې تاسیساتو کې د نویو سنټریفیوجونو لګول پیل کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ویلي، د ایران دا عمل پارونکی دی. انګلستان د ایران دا کار د سترې او جدي اندیښنې وړ بللی دی.
اسرائیل وایي، ایران دا مهال له بل هر وخت څخه زیات د یوه اټم بم د جوړولو لپاره د غني شویو موادو برابرولو ته نږدي شویدی.
د نړېوالې اټومې انرژۍ موسسې له دي مخکې په یوه راپور کی ویلي و، ایران د نتانز اټومې تاسیساتو کې د پرمختلليو سنټریفیوجونو لګول پیل کړیدي. پدي کار سره به ایران د یورانیمو غني کول چټک کړي.
ایران د اټمې وسلو د تولید خبره رد کړیده.
تمه ده، چې ایران به په راتلونکي اونۍ کې په قزاقستان کې د نړۍ د شپږو طاقتونو ، انګلستان، چین، فرانسې، روسیې ، امریکا او جرمنې له استازو سره د آټومې مسلو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکټوریا نیولاند وایي، د ایران په اټومې تاسیساتو کې د پرمخ تللو سنټریفیوجونو نصبول به د ایران له خوا د شخړې د لا زیاتولو معنی ولري
(حقیقت دادی چې د نویو پرمخ تللو سنټریفیوجونو لګول به شخړه لا پراخه کړې او دا د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او د نړیوالې اټومې انرژۍ د موسسې د پریکړه لیکونو څخه د ایران د سرغړونو دوام وي. پدي توګه دا به د پارونې یو بل ګام وي).
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې وایي، که چیري ایران د یوراینمو غني کولو د بندولو په اړه د نړیوالو غوښتنو نه منلو ته دوام ورکړې ، له زیاتې انزوا او ګوښه کیدو سره به مخامخ شي.