چک جمهوریت له لوګره د بیارغونې وروستۍ ډله هم وایسته

چک جمهوریت له لوګر څخه د ولایتي بیارغونې وروستۍ ډله هم وایسته.

چک جمهوریت په لوګر کې درې سوه پوځیان لرل.

چک جمهوریت د ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت کې لوګر ولایت ته د ولایتي بیارغونې ټیم استولی و.

په لوګر ولایت کې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې د ډلې قومندان ډګروال یوزیف کوپیڅکي وايي، چې په لوګر کې د دوی لپاره تر ټولو لوی خطر راکټي حملې وې.

کوپیڅکي وویل، چې له دې ټولو ستونزو سره سره د افغانستان د حالاتو ښه کېدو ته خوشبین دی.

عصمت څاروان د دې موضوع تفصیل اوروي:

Your browser doesn’t support HTML5

چک جمهوریت له لوګره د بیارغونې وروستۍ ډله هم وایسته