په بلخ ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې لږترلږه لس تنه مړه شوي

په بلخ ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې لږترلږه لس تنه مړه او تر شلو ډېر نور ژوبل شول.

دا پېښه پرون ماښام اووه بجې د يوه ۴۰۴ ډوله بس او يوه باري کاماز ترمنځ د ټکر په نتيجه کې د مزاشريف ښار په شاوخوا شل کيلومترۍ کې د حيرتان په دوه سرکه کې وشوه.

اکثره کسان په بس کې مړه او ژوبل شوي دي.

تر دې مخکې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې لږترلږه شپاړس تنه مړه او ګڼ نور ژوبل شول.