د هند د حيد اباد د جنوبي ښار په چاودنو کې ۱۱ تنه وژل شوي

د هند د کورنيو چارو وزير وويل: د حيد اباد د جنوبي ښار په چاودنو کې ۱۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ژوبل دي.

سوشيل سندي پرون مازديګر په نوي ډيلي کې خبريالانو ته وويل: دا بمونه د حيدراباد ښار په يوه له ګڼې ګوڼې ډکې سيمې کې يو په بل پسې په څو دقيقو کې وچاودېدل:

(بمونه په څو بايسکلونو کې ځای پرځای شوي وو، چې په يوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې وچاودېدل. په يوه سيمه کې اته تنه او په يوه بله کې درې تنه ووژل شول. د راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې پنځوس تنه ژوبل شوي دي.)

د هند صدراعظم من موهن سينګ دا بمي چاودنې غندلي او ژمنه يې کړې چې د هغو مسوولانو ته به سزا ورکړاي شي.