برازیل غواړي چې له روسیې د الوتکو ضد توغندیو سیستم واخلي، څو په ۲۰۱۴ کال کې چې د فوټبال نړېوال جام لوبې ترسره کیږي او بیا په ۲۰۱۶ کې چې المپیک لوبې په دغه هېواد کې کیږي، خپله فضا خوندي کړي.
په دې اړه د روسیې له صدراعظم دیمیتري میدفیدیف سره په برازیلا کې خبرې وشوې. میدفیدیف پرون دغه هېواد ته ولاړ.
د برازیل دفاع وزارت وایي چې هېواد یې غواړي، چې د منځني واټن ویشتونکي له مځکې هوا ته د پانتسر ایس یو توغندي، د توپخاني ځیني وسایل او راکټ لانچر واخلي.
چارواکي وایي، چې په دې برخه کې به خبرې په مارچ کې پیل شي. د دې تړون د ارزښت په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.
چارواکي وایي، چې برازیل له روسیې د دغو وسلو ټکنالوژي غواړي چې بیا په خپلو فابریکو کې وسلې ترې جوړې کړي.