د جاپان حکومت د قتل په جرم په اعدام محکوم شوي درې بندیان اعدام کړل.
دا د ډسمبرله میاشتې راهیسې چې د صدراعظم شینزو ابې حکومت په کارپیل کړی، لومړني اعدامونه دي چې ترسره کیږي.
په دغو بندیانو کې یویې چې د ښونځې د زده کونکې د وژلو په جرم په اعدام محکوم شوی و، غرغره شو.
وروستي اعدامونه د تیرکال په سپټمبر کی په دې هیواد کې ترسره شوي و.
په جاپان کې په اوس وخت کې د هغو بندیانو شمیرچې په اعدام محکوم شوي۱۳۴ تنو ته رسي.
جاپان او د هغه متحد د امریکا متحده ایالات یواځیني دوه لوی صنعتي ډموکرات هیوادونه دي چې د اعدام سزا عملي کوي.