یو امریکایي سناتوروایي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې ۴۷۰۰ کسان وژل شوي

یو امریکایي سناتوروایي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د یوشمیرملکیانو په ګډون شاوخوا ۴۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا د کانګرس یو غړی یا د حکومت یو استازی د هغو کسانو د بشپړ شمېر یادونه کوي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په سلګونو حملو کې وژل شوي دي.

دغه حملې پر تروریستي اهدافوپه پاکستان، یمن او یو شمېر نورو ځایونو کې ترسره شوي دي.

ویل کیږي، چې جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام دغه رقم د خپل پلرني ایالت جنوبي کارولینه په ایزلي کې د وینا په ترڅ کې څرګند کړی دی.

ګراهام چې د بې پیلوټه الوتکو د حملو ملاتړکوي، د ایزلي په یوه محلي ویب پاڼه کې د هغه په حواله ویل شوي چې وایي، موږ په دغو حملو کې د القاعده د یوشمیرجګ پوړو غړیو په ګډون ۴۷۰۰ کسان وژلي دي.

د فرانسپرس خبري اژانس وایي، د ګراهام دفتر هم تایید کړې چی هغه دقیق شمیرورکړی دی.