په پکتيا کې نهه تنه وسلوال غله نيول شوي دي

د پکتيا امنيتي چارواکي خبر ورکوي، چې د غلو نهه کسيزه ډله يې نيولې ده.

د پکتيا امنيتي مسولين وايي، وړمه شپه يې د احمدابا ولسوالۍ په يو کور کې د وسلوالو غلو نهه کسيزه ډله نيولې ده.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخيل وويل، دغلو دغه ډله يي د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې وه او وړمه شپه په دې بريالي شول چې د وسلوالو غلو دغه ډله له يو ميل کلاشينکوف او د مرميو دوه شاجورو سره د يادې ولسوالۍ په يو کور کې ونيسي .

د نوموړي پر وينانيول شويو غلو به د ګردېز په نيستي کوټ او نورو سيمو کې خلک لوټول او لارې به يې شوکولې، د ده په خبره دغه نيول شوي کسان د ګردېز ، خوست ، لوګر او ننګرهار اوسېدونکي دي.

نوموړي دا هم وويل، چې دغلو د دغې ډلې نور کسان يې هم د امنيتي ادارو تر څارنې لاندې دي.

په تېره يوه مياشت کې دا څووم ځل دی چې د پکتيا په مرکز ګردېز کې د وسلوالو غلو ډلې نيول کيږي.