د یوه لویدیځ ډيپلومات له قوله راپورونه وایي، چې د نړۍ شپږ قدرتونه دې ته تیار دي، چې له ایران سره د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه د راتلونکي اونۍ په خبرو کې تهران ته جدي او د پام وړ وړاندیز وړاندې کړي.
رویترز او فرانسپرس خبري اژانسونو له لندنه د دغه ډیپلومات په حواله چې نوم یی نه دی ښودل شوی دا خبر ورکړی دی.
دغه ډیپلومات د دغه نوي وړاندیز د جزیاتو په اړه نورې څرګندونې نه دي کړي، خو دومره یي ویلي، چې دا د پام وړ نوي وړاندیزونه دي.
په پام کې ده، چې ایران د فبروری په ۲۶ د قزاقستان په الماتا کې د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمنی، روسیې او د امریکا د متحدو ایالاتو له چارواکو سره خبری وکړي.
تیرکال د ایران د اټومی پروګرام په اړه د خبرو څو پړاوونه بی نتییجی پای ته ورسیدل.
نړیواله ټولنه له ایرانه غواړی چی د یورانیمو غنی کول ودروی خوتهران تراوسه له دی کاره ډډه کړی ده