د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير: امريکا به له افغانستانه د خپلو تجهيزاتو د ايستلو لپاره د تاجکستان له لارو کار وانخلي

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير، چې تاجکستان ته په سفر تللي، وايي چې امريکا به له افغانستانه د خپلو تجهيزاتو او وسايلو د ايستلو لپاره د تاجکستان له لارو کار وانخلي خو د دې تر څنګ چې د پاکستان لاره په نظر کې لري د تاجکستان او افغانستان د ګاونډي ازبکستان له لارو څخه به هم استفاده وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د منځنۍ او جنوبي اسيا مرستيال رابرت بېليک په نوي ډيلي کې د افغانستان او هندوستان له چارواکو سره له خبرو وروسته تاجکستان ته تللي دي.

ده په ډيلي کې د افغانستان، هند او امريکا په دوهمه درې اړخيزه غونډه کې ګډون کړي و.

د ډيلي په غونډه کې د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت او په سيمه کې د سوداګري راکړو ورکړو د پراختيا پرلارو چجارو خبرې وشوې.

بلېک پرون د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې وويل د امريکا متحد ايالتونه له تاجکستانه په دې منندوي دي چې د افغانستان د حالاتو د ښه کولو او ثبات لپاره يې هلې ځلې کړي او هيله يې څرګنده کړه چې تاجکستان به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.