په بغلان کې شپاړلس وسله وال مخالفان له خپلو وسلو سره د ملي امنیت د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې نیول شوي دي.
د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وایې چې، دا کسان د بغلان په ډنډ غوري، نهرین، د قندو فابریکې، دشت روباتک اوپه پلخمري ښار کې نیول شوي دي.
د ملي امنیت ریاست موظفینو د کندهار د پنجوایې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم څلور وسله وال نیولي چې په سیمه کې یې وسله وال فعالیتونه کول.
د کندهار په اړه په یو بل خبر کې د والی د ویاند جاوید فیصل له قوله ویل شوي چې، د پنجوايي ولسوالۍ پاڅون کوونکو د وسلوالو طالبانو یو ځايي قومندان نیولی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي