د اسراییل صدراعظم بنامین نتانیاهو وايي، منځ لاري پخوانی د بهرنیو چارو وزیره زیبني لیفني به د هغو هڅو مشري کوي چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې د بیا خبرو اترو لپاره کېږي.
نتانیاهو د سې شنبې په ورځ وویل، لیفني به همدا شان په هغه نوي حکومت کې چې ده د جنوری په میاشت کې تر انتخاباتو ورورسته جوړ کړ، د عدلیي د وزیرې په توګه کار کوي.
نتانیاهو وویل، د لیفني انتخاب چې هغه په خپله د نتانیاهو له سختو انتقاد کونکو څخه ده، د هغه پلان یوه برخه ده چې د یوه پراخ او باثباته حکومت د جوړلو لپاره یي لري.
لیفني تر دې دمخه هم د اسراییل او فلسطین ترمنځ خبرې مخ ته وړې وې.
فلسطینیان وايي، که چیرته د نتانیاهو حکومت په لویدیځي غاړې او بیت المقدس کې د ودانیو د جوړلو کار ته دوام ورکړي نو دوي د سولی د خبرو دوام ته چندان هیلمن نه دي.
له دوه کاله راهیسي د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولی په ارتباط رغنده خبرې نه دی شوي.