د افغانستان د علماوو شورا د پاکستان د علماوو له خوا رالیږل شوی لیک بیرته ځواب کړی

د افغانستان د علماوو شورا وایي، د پاکستان د علماوو له خوا رالیږل شوی لیک یې بیرته ځواب کړی او پکې یې لیکلي چې د دواړو هیوادونو د دیني علماوو په راتلونکې غونډه کې باید ګډون وکړي.

د دې شورا یوه غړي مولوي شهزاده شاهد نن ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني علماوو ته یې لیکلي چې په دې غونډه کې د هیڅ یوې ډلې پر ضد خبرې نه کیږي.


د پاکستان د علماوو شورا مشر مفتي ابوهریره خپل افغان سیال مولوي قیام الدین کشاف ته په یوه تازه رالیږل شوي لیک کې ویلي، په کابل کې د دینې علماوو راتلونکې غونډه به پرطالبانو یوه حمله وي او دوی نه غواړي په کې ګډون وکړي.