په بامیان کې سلګونو کسانو په پاکستان کې پر هزارو د حملې په غبرګون مظاهره وکړه

په بامیان کې د مدني ټولنو فعالانو او سلګونو کسانو په پاکستان کې پر هزارو د حملې په غبرګون نن مظاهره وکړه.

د مدني ټولنې یو تن فعال محمد روحاني ازادي راډیو ته وویل، چې مظاهره کوونکو په بامیان کې د یوناما د دفتر مخې ته شعارونه ورکړل.

د دې مظاهرې هدف په پاکستان کې د هزاره ګانو د هدفي وژنو مخنیوی ښودل شوی.

تیره ورځ د پاکستان په لویو ښارونو کې هم سلګونه شیعه ګانو مظاهرې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې د دا ډول حملو مخنیوی وکړي.