له مخالفتونو سره سره د مزار شریف د ښار یو سړک نن د ایراني ډیپلوماتانو په نوم ونومول شو

له مخالفتونو سره سره د مزار شریف د ښار یو سړک نن په رسمي ډول د ایراني ډیپلوماتانو په نوم و نومول شو.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریس صالح محمد خلیق آزادي راډیوته وویل، د دې سړک د نوموني لپاره دوی ته رسمي مکتوب نه دی ورکړل شوی، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په شفاهی ډول دوی ته د دې کار امر کړیدی.