د لوګر په چرخ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملا شیر په نامه یو طالب قومندان وژل شوی

د لوګر په چرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملا شیر په نامه یو طالب قومندان له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ازادي راډيو ته وویل ، په دې عملیاتو کې چې نن سهار پیل شول دوه نور مشکوک کسان نیول شوي هم دی او یوه اندازه وسله هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې.

د یو بل خبر له مخې، په لغمان کې په روانو پوځي عملیاتو کې پینځو تنو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل چې، په دې عملیاتو کې تر دې دمه دوه تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي:


ده وویل، چې درې تنه مشکوک کسان نیول شوي هم دي.

وسله والو طالبانو د دې دواړو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.