د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې له رئیس ښاغلي رابرت باب مینندیز سره وکتل.
د جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼې کې ویل شوې، دواړو مشرانو په افغانستان کې د اداري فساد د له منځه وړلو په لارو چارو، د سولې د عملیې، د جمهوری ریاست د راتلونکو انتخاباتو او د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژیکي همکاري د تړون په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼې کې راغلي، جمهور رئیس کرزي په افغانستان کې د اداري فساد په له منځه وړلو کې د نړیوالې ټولنې او په خاص ډول متحده ایالاتو په صادقانه همکارۍ ټینګار وکړ.