د هوايي عملیاتو په برخه د ولسمشر کرزي حکم غبرګونونه راپارولي دي

د افغانستان د جمهور رئیس نوی حکم چې د هستوګنې په سیمو کې یې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباري بندیز ولګاوه د سیاسي ګوندونو بیلابیل عکس العملونه راپارولي دي.

د اقتصاد د وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له دې حکم نه ملاتړ وکړ او وايي، د ملکي تلفاتو د راکمولو لپاره دا یو ښه اقدام دی.

تر دې مخکې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون ځینو ډلې خبرداری ورکړی؛ چې د جمهور رییس نوی حکم به طالبان پیاوړي کړي.

د ملي جهبې مشر احمد ضیا مسعود له دې پریکړې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، د جمهور رییس دا پریکړه په کلیو کې د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پیژندل دي.