په کوټه کې د وروستي بمي چاودنې په خواب کې عملیات پیلږي

د پاکستان صدراعظم راجه پرویز اشرف امر وکړ؛ چې په کوټه کې د فبروري د شپاړسمې بمي چاودنې په ځواب کې پر مشخص هدف عملیات وشي.

تیره شنبې په کوټې کې په چاودنه کې نهه اتیا تنه ووژل شول.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په خپاره کړې بیان کې نن وویل؛ چې د هغو کسانو د ځپلو لپاره به سمدستي عملیات پیل شي؛ چې د بیګناه ملکیانو له ژوند سره لوبې کوي.

په کوټه کې په زرګونو شیعه مظاهرې کوي او له چارواکو غواړي، چې په ښار کې امنیتي وضعه ښه کړي.

شیعه و ویلي دي، چې د شنبې د ورځې د چاودنې قربانیان به خاورو ته تر هغو ونه سپاري؛ چې حکومت د شخړو د مخنوي لپاره اقدام ونه کړي.

د جنوري په میاشت کې هم یوې چاودنې په کوټه کې لږ تر لږه شپږ اتیا تنه وژلي وو؛ چې اکثر یې شیعه و. د پاکستان سترې محکمې نن د کوټې چارواکي ملامته کړل چې د فرقه یي شخړو د مخنوي لپاره یې په سمه کې جدي هڅې نه دې کړي.