نړېوالو څارونکو د ارمنستان وروستي انتخابات وستایل

نړیوالو څارونکو د ارمنستان د دوشنبې د ورځې د ولسمشرۍ انتخابات د انتخاباتو تر تیرو دورو وستایل، خو څرګنده یې کړه چې په کې سیالي سمه ترسره نه شوه.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د پارلماني شورا استازیو نن وویل؛ دا انتخابات چې "سرژ سارکیزیان" په کې بریالی شو او تر اته پنځوس فیصده ډیرې رایې یې خپلې کړې، سوله ییز او سم ترسره شول، خو خلکو ورسره دلچسپي ونه ښوده.

په ارمنستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکي ډلې مشر تونینو پیکولا وویل:

"د رایې ورکوونکو لپاره د کاندیدانو شمیر لږ و او په عین وخت کې کومو کسانو چې ځانونه کاندید کړي وو؛ هغوی ونه توانیدل چې ازادانه مبارزه وکړي او خپل نظر څرګند کړي، له لویه سره انتخاباتي مبارزه بریالۍ نه وه، څو خلک جذب کړي."

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د دغو غړیو په باور ارمنستان د سمې ډیموکراسۍ لپاره په انتخاباتو کې ډیر رقابت ته اړتیا لري.

د سارکیزیان یو شمیر مخالفانو پریکړه کړې وه؛ چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي، ځکه چې دوی دا ویره لرله، چې نتیجې به د سارکیزیان په ګټه اعلان شي.

په دغو انتخاباتو کې د ارمنستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر "رافي هوفانیزین" د شپږ دیرش اعشاریه اووه فیصده راییو له اخیستو سره دوهم شو او هغه وویل چې دا انتخابات عادلانه نه و او درغلۍ پکې وشوې.