د بوسنیا سرب جنرال میلان ګوېرو (Milan Gvero) چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنیا په جګړه کې په بشري جنایاتو محکوم شوی و؛ تېره ورځ مړ شو. ګوېرو څه باندې اویا کلن و.
مدافع وکیل ډراګان کراګوویچ (Dragan Krgovic) رسنیو ته وویل، ګوېرو د یکشنبې په ورځ د پښې د قطع کېدو له عملیاتو وروسته د بلګراد په یو روغتون کې سا ورکړه.
دی د جګړې پرمهال د بوسنیا د سربانو د پوځي جنرال راتکومیلادیچ له نژدې همکارانو څخه ګڼل کېده. ګوېرو په ۲۰۰۵ کال کې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د جنګي جنایاتو محکمې ته تسلیم او په ۲۰۱۰ کال کې د سربرنیڅا په ګڼه وژنه کې د لاس لرلو په خاطر په پنځه کاله بند محکوم شو.
د سربرنیڅا په قتل عام کې سرب وسله والو نژدې اته زره مسلمان نارینه ووژل.