د پاکستان د دیني عالمانو شورا ویلي، د طالبانو په نه موجودیت کې به له افغان عالمانو سره د کابل په راتلونکې غونډه کې برخه وانه خلي.
د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر علامه طاهر محمود اشرفي ډیلي تیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي: "موږ سوله غواړو خو د دې لپاره چې یوازې د ولسمشر کرزي لاس پوڅي اووسو،کابل ته نه ځو."
طاهر اشرفي ویلي، که چیرته دا غونډه د سولې په هدف وي؛ نو بیا ولې طالبان په کې نشته.
نوموړي د طالبانو مشر ملا عمر ستایلې دی او ویلي یې دي، چې هغه نه غواړي د افغان طالبانو د تاوتریخوالي پر ضد فتوا ورکړي.
ټاکل شوې وه، چې راتلونکې مارچ میاشت کې د پاکستان مذهبي مشران او دیني عالمان کابل ته لاړ شي او دغلته له خپلو افغان سیالانو سره د سولې په هدف په جوړېدونکي غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان، پاکستان ولسمشرانو او د برتانیې صدراعظم د لندن په وروستۍ کتنه کې په افغانستان کې د سولې لپاره د دواړو یهوادونو د دیني عالمانو په غونډه موافقه کړې وه.