اسټرالیا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان ځواکونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

د اسټرالیا د دفاع وزیر "سټیفن سمېت" وايي؛ هیواد به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ارګ له مانۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ ښاغلي سمېت چې پرون يې په کابل کې له افغان ولسمشر سره کتنه درلوده له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغان ځواکونو سره د خپل هیواد د سل میلیونه ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د نوموړي په وینا اسټرالیا به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو چې اکثره يې په ارزګان کې میشت دي؛ د ویستلو پروسه د روان میلادي کال تر پایه بشبړه کړي.

افغان ولسمشر له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د اسټرالیا له مرستو مننه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ يې د ستراتژیکو همکاریو موافقتنامه يې مهمه وبلله.