د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې په خپله غونډه کې پر سوریې د دې اتحادیې له خوا لګول شوي بندیزونه تمدید کړل.
د اروپايي ټولنې دا ګام د سوریې په اړه د غړو هیوادونو په دریځونو کې د څو اونیو له اختلافاتو وروسته یو جوړجاړۍ ګڼل شوی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې "کټرین اشټن" له غونډې وروسته پر سوریې د بندیزونو د غځولو پریکړه اعلان کړه:
"نن موږ په دې هم موافقه وکړه، چې پر سوریې خپل بندیزونه د نورو دریو میاشتو لپاره تمدید کړو.
موږ دا اصلاح کوو، تر څو د ملکیانو د ساتنې لپاره د مرستو او تخنیکي همکارۍ پراخه زمینه برابره شي.
که چیرته ضروري وي، چې له اپوزوسیون سره مرسته وکړو او دا یقیني کړو، چې هلته د خلکو لپاره څه چې موږ په ښه توګه کولی شو ترسره کوو؛ نو یقیناً د بندیزونو د پروسې څار ته به دوام ورکوو."
بریتانیې چې د اټالیې ملاتړ ورسره دی، د بشار الاسد د رژیم پر ضد د یاغیانو د مسلح کولو لپاره هغوی ته د وسلو په ورکولو کې د اسانتیاو راستو غوښتنه کوله؛ خو د اروپايي ټولنې نورو غړو بیا سوریې ته د نورو وسلو له لیږد سره مخالفت څرګند کړی دی.
په عین حال کې د سوریې د شخړې د څیړلو لپاره د ملګرو ملتونو تحقیق کونکې "کارلا دیل پونټې" ویلي؛ اوس وخت رسیدلی چې د جرمونو نړیواله محکمه په سوریه کې جنګي جرمونه وڅیړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سوریې په روانه شخړه کې تر اوسه پورې شاوخوا اویا زره کسان وژل شوي دي.