په عراق کې د پرونیو حملو مسولیت د القاعده شبکې سره یوې تړلې ډلې واخیست

په عراق کې د القاعده شبکې سره یوې تړلې ډلې ( د عراق اسلامي دولت ) د دې هېواد په شیعه میشتو سیمو کې د پرونیو حملو مسولیت واخیست.

دې ډلې نن پر خپله انټرنټ پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پرونۍ حملې یې د عراق په سني میشتو سیمو کې د عراق د حکومت د مجرمانه فعالیتونو د غچ اخیستلو لپاره وکړې.

د عراق حکومت د شیعه ګانو تر نفوذ لاندې دی.

پرون د عراق په الصدر ، حبیبیه ، قاهره او د بغداد په دوو سیموکې په حملو کې لږترلږه ۲۸ تنه ووژل او نږدې سل تنه زخمیان شول .