د ناټو او ایساف د غړيو هېوادونه به په بروکسل کې غونډه وکړي

ټاکل شوې ده د ناټو او ایساف د غړيو هېوادونو د دفاع وزیران د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د دې سازمان په مرکز بروکسل کې غونډه وکړي، چې د بحث یوه مسئله به یې افغانستان وي.

د افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومنیک میډلي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې غونډه کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د دې سازمان له خوا د افغان ځواکونو پر روزنېز، مشورتي او مرسته کونکي ماموریت او دغه راز د امنیتي مسولیتونو د انتقال او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه بحث وشي.

په کابل کې د ناټو سازمان مسئولین وايي، چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې به د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي هم ګډون وکړي او د غونډې ګډونوالو ته به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي.