په کوټه کې شيعه نن مشران په غونډه کې په دې اړه پرېکړه کوي چې د شنبې د ورځې د بمي حملې قربانيان خاورو ته وسپاري که د بريد اعتراض يې له ښخولو ډډه وکړي.
په جنورۍ مياشت کې هم په ورته يوه بريد کې چې په نتيجه کې يې ٨٦ کسان وژل شوي وو، د کوټې شيعه ګانو د څو ورځو لپاره د خپلو مړو له ښخولو ډډه کړې وه.
هغې بمي حملې څو ورځني اعتراضونه وپارول او د ملکي حکومت د ړنګېدو سبب شول. د سنيانو ممنوعه ډلې، لښکرجنګوي د دغو بريدونو مسووليت منلى دى.
په کوټه کې د شيعه ګانو مشرانو پرون خبردارى ورکړ که حکومت په ٤٨ ساعتونو کې دننه د شنبې د ورځې د بريد عاملين ونه نيسي، پراخ اعتراضونه به وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون پرون دغه بمي حمله ”په کلکه“ وغنلده.