د افغانستان حکومت له خوا امنیتي ارګانونو ته ځینې لارښوونې

د افغانستان حکومت د هېواد ټولو امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې ده، چې د دولت د وسله والو ځواکونو له تشکیله بهر د ټولو هغو ډلو او پوځي قطعو د عملیاتو مخه ونیسي، چې د نړېوال ائتلاف له خوا په ځینو ولایتونو کې جوړې شوې دي.

دا پرېکړه پرون د ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې وشوه.

په غونډه کې یوه هیات ته دنده وسپارل شوه، څو سمدستي له نړېوالو ځواکونو وغواړي چې دا قطعې د افغانستان په امنیتي ارګانونو کې مدغمې کړي.

افغان ولسمشر کرزي تیره چارشنبه په کونړ کې د نړېوالو ځواکونو په هوايي برید کې د لسو ملکيانو له وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو نوی عمومي قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ احضار کړ او په روانه اونۍ کې یې په یوه وینا کې ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د نړېوالو پوځیانو له خوا د بمباریو د مخنیوي حکم صادر کړي.