د قبرس د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړۍ دورې نتایج ښيي چې د ښي اړخي ګوند کاندید نېکوس اناستازیادېس Nicos Anastasiades په سلو کې څه باندې پنځه څلوېښت رایې ګټلي او په دې توګه په پام کې ده چې د انتخاباتو دوهمه دوره د روانې فبرورۍ میاشتې په 24 مه نېټه ترسره شي او اناستازیادېس به د کیڼ اړخي ګوند له کاندید ستاوروس مالاس Stavros Malas سره چې په سلو کې نژدې 27 رایې یې ګټلې، د سیالۍ ډګر ته راوځي.
د قبرس د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین مهم بحث دا و، چې څنګه د اروپايي ټولنې دا اقتصادي بحران ځپلی غړی له دیوالیه کېدو څخه وژغورل شي.
د قبرس د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین مهم بحث دا و، چې څنګه د اروپايي ټولنې دا اقتصادي بحران ځپلی غړی له دیوالیه کېدو څخه وژغورل شي.