په تیرو لسو کلونو کې وسله والو د مخابراتي سیسټم نژدې درې سوه برجونه ویجاړ کړي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې وسله والو مخالفینو د هېواد د مخابراتي سیسټم نژدې درې سوه برجونه یا ټاورونه ویجاړ کړي دي.

د مخابراتو وزیر امیرزي سنګین د ولایاتو د مخابراتو د ريیسانو په کلنۍ غونډه کې چې پرون په کابل کې جوړه شوې وه، له دې وینا سره په څنګ کې یادونه هم وکړه چې اوس مهال د هیواد په سلو کې نوي وګړي له مخابراتی خدماتو ګټه اخلي او دوی هڅې کوي چې د هیواد ګوټ ګوټ ته د دې خدماتو لمن وغځوي.

د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو لسو کلونو کې د مخابراتو په سکټور کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره پانګونه شوې چې له دوو سوو زرو زیاته کسانو ته یې د کار امکان برابر کړی.