په افغانستان کې د افغانیو او بهرني اسعارو جعلي بانک نوټونه زیات شوي

د افغانستان بانک مسوولین د کابل ښار د یو شمیر خلکو اندیښنې تاییدوي؛ چې په دې وروستیو کې په بازارونو کې جعلي پيسې ډيرې شوي دي.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه پيسې په په ګاونډیو هیوادونو کې چاپیږي:

"هغه پیسې چې په بازار کې لیدل کیږي داسې ښکاري؛ چې داسې یوه موسسه یې چاپوي ،چې هغه موسسه د چاپولو ټکالوژۍ ته پوره لاس رسی لري او دا امکان لري، چې زموږ په کوم ګانډي هیواد کې چاپ شوي او بازار ته راوتلي دي"

نوموړي وویل، چې د افغانستان په بازارونو کې د افغانیو په پرتله د بهرنیو اسعارو جعلي زیات دي. نوموړي د جعلي نوټو د مخنيوي په برخه کې د امنیتي ارګانونو مرسته مهمه وبلله.