په کوټه کې یوې بمي چاودنې ۲۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په هغه بمي برید کې چې د کوټې د ښار د ګڼې ګوڼې په یو مارکیټ کې شوی لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو د وژل شویو کسانو شمیر تر ۷۰ زیات ښودلی او وايي، چې ۲۰۰ کسان نور ټپیان دي.

پولیسو وايي، د پېښې ډیر قربانیان په سیمه کې هزاره توکمه شیعه ګان دي. د کوټي د پولیسو مشر میر زبیر وايي؛ په چاودنه کې شا او خوا زر کیلو ګرامه چاودیدونکې مواد کارول شوې دي:

د لشګر جنګوي په نوم اسلامپالې سنې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی. دا له هغې راوروسته چې جنورۍ په لسمه نیټه په همدې ښار کې بمي چاودنو شپږ اتیا کسان ووژل، تر ټولو خونړۍ پېښه ده، چې په پاکستان کې رامنځ ته کیږي.

د جنورۍ له چاودنو وروسته په سیمه کې هزاره توکمو شیعه مسلمانانو څو ورځې خپل مړي د اعتراض په توګه نه ښخول؛ چې دې اعتراضونو سیمه ییز حکومت ړنګ کړ او واک د دې ایالت والي ته وسپارل شو.

په پاکستان کې په دې ورستیو کې د سخت دریځو وسله والو ډلو له خوا پر شیعه مسلمانانو بریدونه زیات شوي دي.

په کوټه کې ډير شیعه مسلمانان هغه هزاره توکمه دي؛ چې تر یوې پیړۍ زیات وخت دمخه له افغانستان څخه پاکستان ته کډوال شوې دي.