ولسمشر حامد کرزي په کوټه کې هغه تروریستي حمله په کلکه غندلې؛ چې په ترڅ کې یې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي، چې پرون مازیګر د پاکستان د بلوچستان ایالت کوټې ښار په شیعه میشتې سیمې بمې چاودنې په لسګونو کسان ووژل او په سلګونو یې ټپیان کړل.
د ولسمشر حامد کرزی د ویندوی دفتر په یوه خبرپاڼه کې و د نوموړې له خولې د دې برید تر سره کونکې د سیمې د سولې او امن دښمنان ګڼلې دي او یو وار بیا یې د تروریزم ضد مبارزه کې د پاکستان پر صادقانه همکارۍ او مشترکو هڅو ټینګار کړی.
په یو بل بیان کې ولسمشر کرزي د خیبر پښتونخوا د ایالت پر اعلی وزیر امیر حیدرخان هوتي ځان وژونکی برید چې نوموړی په کې روغ پاتې شو په کلکه غندلی و.
له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې په دې اړه ویل شوي؛ چې حامد کرزي ښاغلي هوتي ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي؛ چې د افغانستان، پاکستان او سیمې د سولې او ثبات دښمنانو تل زموږ د وتلو او بانفوذه شخصیتونو د له منځه وړلو هڅه کړې ده.
دغه راز په لیک کې ویل شوي، چې دا ډول پېښې باید زموږ ولسونه بیدار او متحد کړي تر څو دوی ددغو ورانکارو ډلو په وړاندې خپله ګډه مبارزه، لا پیاوړې او همغږې کړي.