ولسمشر حامد کرزي د هغه هیات د وړاندیزونو د عملي کولو لپاره یو فرمان ورکړی؛ چې په دې ورستیو کې یې د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه څیړنه کړې وه.
د ولسمشر کرزي د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د افغانستان لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې ده؛ څو هغه کسان تر عدلي تعقیب لاندې راولي، چې له زندانیانو سره په ناوړه چلند یا د دوی په شکنجه کولو کې لاس لري.
د ولسمشر حامد کرزي په دې فرمان کې له ټولو حکومتي ادارو غوښتل شوې دي؛ چې د تورونو کسانو دوسیې په قانونې موده کې دننه بشپړې او لویې څارنوالۍ ته یې وسپاري.
د فرمان په یو بله برخه کې راغلي دي، د اساسي قانون سره سم د انسان شکنجه منع ده او د کورنیو چارو د وزارت، ملي امنیت او لویې څارنوالۍ د تحقیق او کشف ادارې موظفې دي چې د حقایقو د موندلو لپاره تورن کسان شکنجه نه کړي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست موظف شوي دي؛ چې په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندي کسانو لپاره دا شرایط برابر کړي؛ چې هغوی د ځان لپاره مدافع وکیل ونیول شي.
د ولسمشر کرزي دا دولس ماده ییز فرمان پرون (شنبې) د چارو د ادارې او د وزیرانو د شورا د دارلانشا له خوا رسنیو ته ورکړل شوی دی.
د دې ادارې ویاند رفع فردوس له ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي؛ هیله مند دي چې د دې فرمان په عملي کیدو سره به د افغانستان په زندانونو کې وضیعت بهتر شي.