د عراق د استخباراتو یو جګ پوړی چارواکی په یوې چاودنه کې ووژل شو

یوه ځان وژونکي نن د عراق شمالې ښار "موصل" ته نږدې د پوځ د استخباراتو یو جګ پوړی جنرال او د هغه دوه تنه ساتونکې ووژل.

پولیس وایي، ځان وژونکې د شنبې په ورځ په "تعل افار" سیمه کې د برید جنرال "علي عوني" له کوره بهر، په ځان پوري تړلې مواد وچول.

جنرال "عوني" د عراق د استخباراتې اکاډمۍ رییس و. د چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

به یوې بلې پېښې کې، د بغداد په شمال کې د یوه سني قاضي موټر ته د ایښودل شوي بم د چاودنې له امله قاضي ووژل شو.

راپورونه وایي، قاضی احمد البیاتي په تېېر وخت کې د تروریزم ضد مبارزې تحقیق کوونکی و. تېرکال د دغه قاضي ځوی تښتول شوی و، چې وروسته د پیسو په بدل کې خوشي شو.

د روانې میاشتې په سر کې د عراق په بمې چاودنو کې له دیرشو زیات کسان وژل شوې وو چې اکثر یي شیعه ګان وو.