"د هرات ولایت د ولایتي شورا د رییس او اداري هیات ټاکنې دې له سره وشي"

د هرات ولایت سلګونو اوسیدونکو نن مظاهره وکړه.

دغو مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د ولایتې شورا د رییس او اداري هیات ټاکنې له سره وشي.

له هراته د ازادي راډيو د خبریال د ریپوټ په اساس دغه مظاهره د هرات د ولایتي شورا پخواني رییس عبدالظاهر سید زاده تنظیم کړې ده.

مظاهره کوونکي وايي، چې د ولايتي شورا د اداري هیات لپاره له وروستيو انتخاباتو سره چې "سید وحید قتالي" یې د رییس په توګه ټاکلی دی، موافق نه دي.

د هرات د ولایتي شورا نوي رییس تراوسه د دې مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي.