د چین د نوي کال د یوې اوونۍ په جشن کې دېرش کسان وژل شوي دي

د چین دولتي اژانس خبر ورکوي، چې د چین د نوي کال د یوې اونۍ جشن پر مهال شپږ دیرش کسان وژل شوې دي.

چینایان د نوي کال د لمانځلو لپاره د خوښۍ او د دوی په وینا د خبیثه ارواو د شړلو لپاره اورلوبې کوي.

شینخوا خبرې اژانس خبر ورکوي، چې د فبروري له نهمې تر پنځلسمې په چین کې د اورلګیدو شپږ نیم زره پیښې رامنځته شوې، چې نهه میلیونه ډالر زیان یې اړولی.

د چین د نوي کال د جشن ورځې په دغه هیواد کې د کورنیو لپاره د کال تر ټولو مهمې رخصتۍ دي.

سږ کال په مرکز پیکنګ کې د نورو کلونو په پرتله لږ اورلوبې وشوې، ځکه چې حکومت د هوا د ککړتیا لپاره له خلکو غوښتي وو چې اتش بازۍ لږې کړي.