"د دوستم په موجودیت کې د جنبش ګوند ولسواک حالت پیدا نه کړ"

د ملي جنبش اسلامي ګوند وياند د دې ګوند د پخواني مشر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې جنرال دوستم له خپل پوځي واک څخه په استفادې د ګوند په چارو کې لاسوهنه کوي.

سید نوراله سادات جنرال دوستم ته ا خطار ورکړ که چیرته له مداخلو لاس وانخلي دی به یې له بشري حقونو څخه کړې سرغړونې افشا کړي.

خو د جنبش ګوند وياند فيض الله ذکي پرون په مزار شريف کې د ښاغلي سادات څرګندونې رد کړې.

د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې په دې ګوند کې دغه وروستي اختلافات څومره جدي دي؟

دغه پوښتنه صالح محمد صالح د سياسي چارو له کارپوه عبدالستار سعادت څخه د مرکې په سر کې کړې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

د جنبش ګوند په اړه له ستار سعادت سره مرکه