په افغانستان کې د موجوده امریکايي عسکرو پوځي ماموریت غځیږي

د امريکا يو عالي رتبه پوځي جنرال وايي ښايي د بودجې د کموالي له کبله په افغانستان کې د هغو امريکايي سرتېرو د ماموريت موده وغځېږي، چې راروان کال ته ورځي.

د امريکا لوى درستيز جنرال "ريمونډ اوډېرنو" وويل پوځ به وکړاى شي، په افغانستان کې له اوسنيو او هغو جنګي قطعو سره چې په دوبي او مني کې ګمارل کېږي، مالي مرسته وکړي، خو د ده په وينا د هغو پوځيانو په روزنه کې به ځنډ راشي، چې په ٢٠١٤م کال کې ګمارل کېږي.

د امريکا لوى درستيز وويل، که د پوځيانو د روزنې مساله حل نه شي، دوى به هغه ځواکونه [افغانستان ته] د جګړې لپاره ولېږي چې امادګي نه لري يا به له وړاندې د ګمارل شويو قطعو د ماموريت موده وغځوي.