د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نړۍ د مخکښو صنعتي او پرمختيايي هېوادونو له ماليې وزيرانو وغوښتل” چې د خپلو پرېکړو سياسي او ټولنيز مفهوم په پام کې ونيسي.
پوتين پرون د G-20 ډلې د ماليې وزيرانو او مرکزي بانکونو له مشرانو سره وکتل؛ دوى د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د دوو ورځو په مخه د خبرو لپاره جرګه شوي وو.
پوتين د ماليې له وزيرانو وغوښتل، يوازې دې دا نه څېړي چې په مالي برخه کې کوم شيان مهم دي؛ بلکې پر دې دې غور وکړي، چې په روان نړيوال اقتصادي بحران کې په حقيقي ډول څه شى عملي دى.
ده وويل، چې د G-20 يا د نړۍ د ٢٠ سترو اقتصادي قدرتونو، عمده ستونزه د نړۍ اقتصاد، له رکود او غيرډاډمن حالت څخه راايستل او د اقتصادي ودې پر لوري دوامداره تګ دى:
”څرګنده ده، د نړۍ اقتصادي حالت زموږ له خوا مسوولانه او ثابتو اقداماتو ته اړتيا لري. د سيمه ييز او منزوي بحران وخت تېر دى. په بېلابېلو هېوادونو کې مالي ستونزو نړيوال اقتصاد اغېزمن کړى. دا ناممکنه ده، چې يوازې ځان خوندي کړې او د نړۍ له جرياناتو بچ پاتې شې.
د نړۍ هېڅ کوم هېواد په يوازې سر د اوسنيو چلينجونو مقابله نه شي کولاى.“
G-20 دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې داسې اندېښنې شته، حکومتونه ښايي د اقتصادي ودې لپاره د خپلو پولي واحدونو ارزښت ټيټ کړي.