راپورونه وایي، د سوریې اصلي اپوزیسیون بحث پیل کړی، چې په هیواد کې د شخړو د ختمولو په مقصد، د جمهور رییس بشار الاسد له رژیم سره خبرې وکړې او کنه.
د سوریې د انقلاب او مخالفو ځواکونو ملي ایتلاف مشر مواز الخاطب د سوریې له هغو حکومتي چارواکو سره د خبرو وړانديز کړی چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره نه وي. د الخاطب په دغه وړاندېز د ایتلاف یو شمېر غړيو انتقادونه کړیدي.
له بلې خوا فعالان وایي، وسله والو مخالفانو د پنجشنبې په ورځ د شمال لویدیځ ولایت ایدلیب د پاسه، دوې جنګې الوتکې راغورځولې دي.
په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل؛ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه تر لاسه شوي اټکلونه ښیي، چې په سوریې کي د وژل شویو کسانو شمېر ممکن ۹۰ زرو ته رسیدلی وي. ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د سوریې په شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر اویا زره ښودلی و.