د روسیې په چیلیابنسک سیمه کې یو اسماني ستوری راغورځېدلی دی

د روسیې خبري رسنۍ وایي، لږ ترلږه یو آسماني ستوری د چیلیابنسک په سيمه چې د مسکو د ختیځ په ۱۵۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، راغورځیدلی دی.

راپورونه وایي، پر ځمکې باندی د آسمانې ستوري د لګیدو له امله یوه چاودنه وشوه؛ د کورونو کړکۍ یې ماتې کړې او خلک یې وارخطا کړل.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وایي، په دي پېښې ګې له څلور سویو څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه آسماني ستوري د غورځیدو له امله په سيمه کې د فلزاتو د یوې فابریکي د چت یوه برخه هم راغورځیدلې ده.

په عین حال کي یو بل آسمانې ستوری چې غټوالې یې د فوټبال د میدان نیمایي دی، د نن ورځې په وروستیو کې به د ځمکې له کرې څخه په نږدې فاصلې کې تېر شي او د ساینس پوهانو په وینا، دا ترټولو غټ شی دی، چې د ځمکې له کرې څخه په نږدي فاصلې کې تیریږي.

د امریکا د فضایي څېړنو مرکز(ناسا) وایي، دا آسمانې ستوری د ځمکې له سطحې څخه شاوخوا ۲۷۷۰۰ کیلومیتره فاصله لري او د حرکت سرعت یې په یوې ثانیې کې ۱۳ کیلومیتره دی.

ساینس پوهان وایي، له ځمکې سره د دغه ستوري د ټګر خطر نشته. د دغه ستوري قطر شاوخوا ۵۰ متره دی او د مرکزي اروپا په وخت د شپي په اته بجو او ۲۴ دقیقو به د هند له سمندر څخه تېر شي. د دغه آسماني ستوري د کتلو لپاره مرکزي اروپا، آسټرالیا او آسیا تر ټولو غوره ځایونه په ګوته شوي دي.