په کابل کې د امریکا سفیر له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

په افغانستان کې د امریکا سفیر پرون ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د خپل هېواد د ژمنو پر دوام ټینګار وکړ.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي؛ چې جېمز کننګهم د ننګرهار له والي ګل آغا شېرزي سره په کتنه کې څرګنده کړه؛ چې متحدایالات په افغانستان کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي؛ څو دا هېواد پرمختګ وکړي او پرځان بسیا شي.

متحدوایالاتو په افغانستان کې د حضور له پیل راهیسې تراوسه په ننګرهار ولایت کې د عامه تاسیساتو د رغونې؛ د قانون د حاکمیت، د کرنې د پرمختیا او د ښځو د حقونو په برخو کې ۵۳۵ میلون ډالر لګولي دي.

د خبرپاڼې له مخې د امریکا سفیر له دې ولایت څخه د کتنې پرمهال وویل؛ چې اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه په ننګرهار ولایت کې په سلو کې د پنځه اتیا پوځي عملیاتو مشري کوي. ښاغلي کننګهم همداراز یادونه وکړه؛ چې په دې ولایت د انتقال بهیر بریالی دی.