آسټرالیا د ۲۰۱۳م کال ترپایه خپل زیات شمېر پوځیان له افغانستانه وباسي

د آسټرالیا حکومت وايي، چې د روان ۲۰۱۳ میلادي کال ترپایه به د خپلو پوځي ځواکونو زیاته برخه له افغانستانه وباسي.

د اسټرالیا دفاع وزیر سټیفن سمیت له دې وزارته په خپرېدونکې مجله کې ویلي؛ چې هېواد به یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ چارو ته دوام ورکړي.

اوس مهال اسټرالیا په افغانستان کې څه باندې یونیم زر پوځیان لري؛ چې ډېره برخه یې په ارزګان ولایت کې دېره دي. د اسټرالیا دفاع وزیر ویلي، افغان ځواکونه په ارزګان ولایت کې خپلې دندې ډېرې ښې پرمخ بیايي او سمدستي اسټرالیایي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې هېڅ برخه نه اخلي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې اسټرالیا خپل پوځي ځواکونه افغانستان ته استولي تراوسه یې ۳۹ سرتېري وژل شوي دي.