د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو استازو پرون په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې د ټروریزم پرضد په مبارزه کې پر یوه ګډه ستراتیژي سره سلا شول.
د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان د پرونۍ غونډې پرېکړه لیک چې د ټولو له خوا تایید شوی دی؛ ولوست او ویې ویل، د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه؛ چې د خبرواترو له لارې سولې ته رسېدل باید ترهرڅه مخکې لومړیتوب ولري.
خو ده زیاته کړه، په غونډه کې د شپږویشتو حاضرو سیاسي او مذهبي ګوندونو استازو موافقه وکړه؛ چې د تروریزم له وجې پېښې ستونزې باید د هېواد له اساسي قانون او نورو قوانینو، امنیت او ملي حاکمیت سره په سمون کې اوارې شي. اسفندیار ولي خان زیاته کړه:
"د دې هېواد راتلونکې، بقا او سوکالي د تروریزم د ستونزې له سم حل سره تړلي دي. په هېواد کې دننه د ډیموکراټیک بهیر دوام هم د دې ستونزې له حل سره مرسته کولای شي."
عوامي نشنل ګوند په خیبرپښتونخوا صوبه کې د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې له طالبانو او د هغو له افراطي متحدانو سره په کلکه مخالفت وکړ؛ خو طالبانو هم په ځواب کې له ۲۰۰۷ کال را په دې خوا د دې ګوند سلګونه غړي ووژل.