جان کېرې د شمالي کوریا د اټمي ازموینې په اړه له بانکي مون سره خبرې وکړې

جان کېري د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشي او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې سره وکتل.

د ملګروملتونو له سرمنشی (بانکي مون) سره په کتنه کې کېري د شمالي کوریا د وروستۍ اټمي ازموینې په اړه خبرې وکړې. بان او کېري د پیونګ یانګ د وروستۍ اټمي ازموینې په وړاندې چې د ملګروملتونو له بندیزونو څخه دا ډول دریمه سرغړونه ده، د سخت نړیوال غبرګون غوښتنه وکړه.

له دې کتنې مخکې ښاغلي کېري د متحدوایالاتو او اروپايي ټولنې پر اړیکو د دې ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کټرین اشټن سره خبرې وکړې.

کېري وویل، د آسیا خوا ته د امریکا د پاملرنې بدلون په دې معنا نه ده؛ چې متحدایالات له اروپا څخه لاس اخلي. ده د ولسمشر اوباما وروستۍ وینا ته اشاره وکړه؛ چې ویلي یې وو، د امریکا حکومت به له اروپايي ټولنې سره د آزاد تجارت مساله تعقیب کړي.