د پاکستان د سیاسي او مذهبي ډلو استازي پاکستاني طالبانو سره د سولې په اړه بحث کوي

د پاکستان د سیاسي او مذهبي ډلو استازي په اسلام اباد کې راغونډ شوې دي او پاکستاني طالبانو ته د سولې د خبرو د وړاندیز پر لارو چارو بحث کوي.

د ټولو ګوندونو دغه غونډه چې پکې د شپږ ویشت مذهبي او سیاسي ګوندونو استازي برخه لري، نن پرانیستل شوه.

خو له طالبانو سره دوو خواخوږو ګوندونو جماعت اسلامي او تحریک انصاف په دې غونډې کې برخه نه ده اخیستې.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعات وزیر میاافتخار حسین ازادي راډیو ته د دې غونډې په اړه وویل:

(د غونډې پریکړه به له ولسمشر اصف علي زرداري او پوځي چارواکو سره بیا شریکه کړو)
د روانې میلادي میاشتې په پیل کې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د سولې د خبرو وړاندیز وکړ، په دې پسې نشنل عوامي ګوند د داسې غونډې د جوړیدو غوښتنه وکړه چې د سولې اجنډا پکې وڅیړل شي.