ته ساتونکی د دې خاورې!

SMS شل کلن شو

یوه سندره ده وايي، زما خطونه ښکلوه، چې دریادیږمه... خو اوس د لیکونو او خطونو رنګ بریښنالیکونو، (SMS) یا لنډ لیکلي پيغام خپل کړی.

لنډ لیکلی پيغام، چې په انګریزي ژبه ورته Short Message Service وايي او مخفف یې SMS دی، لومړی ځل د ۱۹۹۲ کال د دسمبر پر ۳ نېټه د یوه ۲۲ کلن انګلیس ځوان ایجینر (نيل پاپ ورت) لخوا د نوي کال د مبارکۍ لپاره خپل ملګري (ریچرد جارویس) ته ولېږل شو، چې څه د پاسه شل کاله یې پوره کیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



په دې وروستیو کې افغان ځوانان هم د SMS پر لیږلو روږدي شوي،ځينې یې په لیږلو نه مړيږي، خو ځينې بیا ډيرو ایس ایم ایسونو تر پوزې راوستي.

په افغاني ټولنه کې شته محدودیتونه، بندیزونه او د دې لپاره چې د SMS لېږل رالیږد نسبتاً ارزانه تمامیږي، د دې سبب شوي، چې افغان ځوانان یو بل ته SMS ولیږي او د خپل زړه خبرې سره وکړي.

دا خبره د کابل د پوهنې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې ځوان استاد شرف الدین عظيمي کوي.

سیدنورجان سادات د کابل ښار اوسیدونکی ځوان دی، دی خپله ډیر کم SMS کوي، خو که د ملګرو SMS ته ځواب ورنه کړي، ترې خفه کیږي.

عظيمي وايي، چې ډير کله د SMS لیږد رالیږد د دوو ملګرو تر منځ مینه او تړاو پېدا کوي، که وروسته بیا دغه تړاو یو څه کم رنګه یا کمزوری شي، نو مقابل ملګري ته یې د زغملو نه وي، ځکه یې تر منځ ستونځې او زړه بدون پېدا کیږي.

څه وايي، چې سترګې له سترګو نه شرمیږي، کله کله یو څوک د یو څه پر ویلو شرمیږي یا ډاریږي، خو د هماغه خبرو لیکل بیا ورته نسبتاً اسانه وي،عظيمي وايي، چې که یو خوا په SMS کې دروغ په اسانۍ ویل کیدای شي، بلخوا مفهوم په پوره ډول نه رسیږي، چې کله کله مقصد ترې یو څه خو درک بل څه شي او ډير کله یې د دوو خوږو ملګرو تر منځ شکونه او بېلتون رامنځ ته کړی.

په انټرنټ کې له پلټنې وروسته مې په څو وېبپاڼو کې وموندل، چې په ټوله نړۍ کې ۱۸ میلونه SMS په هره دقیقه کې لېږل کیږي او ترلاسه کیږي. د ځينو څېړنو له مخې د الکترونکي وسایلو ډیره کارونه مغزي سرطان هم پېدا کولی شي.

خو شرف الدین عظيمي وايي، چې له رواني پلوه SMS یو څوک له انزوا، يوازیتوب او ګڼو نورو ستونځو ساتي هم.

یو پوځي د دې لپاره شپه په ویښه سبا کوي او د خپل سر قرباني ورکوي، چې عام ولس ارامه خوب او سوکاله ژوند وکړای شي. حربي ښوونځی د داسې ځوانانو د روزنې یو ځای دی. برید جنرال شعورګل د حربي ښوونځي قومندان دی، د ده پر وینا دا ښوونځی نږدې سل کاله پخوا جوړ شوی او ګڼ شمېر کسان یې روزلي.

د ده پر وینا زده کوونکي یې خپل ځانګړی ۲۴ ساعته مهال ویش لري، د پوهنې وزارت د درسي نصاب په چوکاټ کې درس ورښودل کیږي او تر څنګ یې ځينې بهرنۍ ژبې او کمپيوټر هم ورښودل کیږي او زیاتوي، چې ګڼ پوځیان یې بهرنیو هېوادونو ته بورسونو کې هم لیږلي.

قومندان شعور ګل سره له مرکې وروسته یو ځوان په نظامي دریشۍ کې کوټې ته راننوت، خپل قومندان ته یې سلامي ووهله او موږ سره یې د مرکې کولو اجازه تر لاسه کړه، دا ځوان روشن اغا نومیده د کاپیسا و، د خولۍ پيکي یې نسواري سترګې یو څه رانه پناه کړې وې، پوځي بوټان یې کلک تړلي وو، ویل یې په غرو رغو کې به مې چې پوځیان لیدل او د خپل هېواد بېرغ به مې لیده، چې رپيده به، زما په زړه کې به هم له عسکرۍ او پوځيانو سره مینه زیاتېده، اخر مې یوه ورځ زړه وکړ او راغلم.

روشن اغا وايي، چې له سهاره رانیولې بیا تر ماخوستنه زموږ هر حرکت له ټاکلي مهال ویش سره سم ترسره کیږي، که هغه د ډوډۍ خوړل وي، که د لمونځ کول وي، که ورزش دی، که نظامي او نور درسونه او تمرینونه.

کله کله مو چې زړونه تنګ شي، ټوقې ټکالې کوو، ملګري انډيوالان پخپل منځ کې کیسې سره کوو، رخصتۍ هم لرو دا خبرې روشن اغا په خندا خندا کولې، بیا مې ترې وپوښتل، چې کله د کومې تېروتنې له کبله جزايي شوی یې؟ څو شېبې غلی شو، بیا یې وویل هو، د ناوخته راتلو له کبله نیم ساعت په یوه سړه کوټه کې زنداني وم.

روشن اغا وايي، چې غواړي یو ښه پوځي واوسي، لوړ مقام ته ورسیږي او د خپل هېواد خدمت وکړي، همدا راز وايي، چې په حربي ښوونځي کې مې تر ټولو ښه څه چې زده کړل، هغه په دې خبره پوهېدل وو، چې موږ ټول افغانان یو یوو.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.