ایا پاکستان په ریښتیا هم په افغانستان کې سوله غواړې؟

پوښتنه دلته چې ایا پاکستان په ریښتیا هم په افغانستان کې سوله او ارامي غواړې؟ او افغان حکومت د افغانستان مساله د نړېوالې ټولنې پر ځای ولې په دیني عالمانو او ګاونډیو هېوادونو پورې منحصره او مربوطه کړې ده؟

که دا شخړه یا مساله د شوراګانو او عالمانو په صلاحیت او واک کې وای، نو بیا د تروریزم پر ضد نړېوال ایتلاف ولې دومره ستره جګړه پرمخ وړله او ولې یي په تریلونونو ډالر مصرف کړل؟

ایا د دیني عالمانو د شوری پریکړه به طالبان او مخالف وسله وال ومني؟ او که ویي منې، په کومو شرایطو او د افغانانو لپاره په کوم قیمت؟ دا او نورې پوښتنې به له درنو میلنو سره په خبرو کې ځواب شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - دويمه برخه


Your browser doesn’t support HTML5

د ازادۍ په څپو کې - لومړۍ برخه



د کابل په سټډیو کې رابللي میلمانه دي:
۱ – دینې عالم محترم الحاج مولوي مفتي حقنواز او
۲ – د سیاسي چارو کارپوه ښاغلی انجینیر محمد یونس فکور
دغه راز به د ټيلفون له لارې :

- د سولې د عالي شوری منشي ښاغلی امین الدین مظفري او

- د افغانستان د علماو د سراسري شوری غړی او د سولې د عالي شوری ویاند ښاغلی مولوي شهزاده شاهد به هم په خپرونې کې له موږ سره وي.